close

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې ټپیان شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۲ د زمري) مازدیګر د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره د غني خېلو ولسوالۍ اړوند «مارکو بازار» سیمه کې د دوو موټرو ترمنځ رامنځته شوې چې له امله یې یو کس ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي ټپیان یې پر وخت د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدولي چې ډاکټرانو یې وضیعت د ډاډ وړ بللی دی.

د نوموړي په خبره چې پېښه د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د ترافیکي اصولو د نه‌ مراعتولو له امله رامنځته شوې.

په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندېښمن کړي او له موټر چلوونکو غوښتنه کوي چې د موټر چلولو پر مهال له احتیاط کار واخلي او ترافيکي اصول مراعت کړي.