اطلاعات روز: په هلمند ولايت کې ځايي سرچينې وايي چې د دې لايت د ګرمسير ولسوالۍ په ريګونو کې دوې ورځې مخکې له يوه مسافر وړونکي موټر څخه له پاتې شويو دوو کسانو یو يې مړ شوی او يو بل يې په خراب روغتيايي حالت کې ژغورل شوي دی.
د سرچينې په وینا، پېښه د ګرمسير ولسوالۍ په ريګونو کې له پاکستان سره «فرضي کرښې» ته نږدي شوې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کسان تيره ورځ (دوشنبه، ۱۴ د زمري) موندل شوي دي.
په ورته وخت کې په ټولنيزو رسنيو کې هم يوه ويډيو خپره شوې چې پکې د يوه وژل شوي کس جسد او يو ژوند کس ښکاري.
د دې ويډيو د معلوماتو له مخې، په ياد موټر کې ۱۸ کسانو سفر کاوه چې د لاري په اوږدو کې موټر له کاره لویدلی او موټروانانو خپلې سپرلۍ کمې کړې دي.
د هلمند ريګونو کې خلک د مسير غلطولو له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ کيږي.
دګرمسير دا پراخ دښتونه چې له پاکستان سره «فرضي کرښې» ته څيرمه دي، ډير وخت ورباندي خلک په قاچاقي لارو پاکستان هېواد ته ځي.