close
Photo: @HafizZiaAhmad

امیر خان متقي ته د سفر د معافیت نه ورکول؛ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر په وروستیو شېبو کې وځنډېد

اطلاعات روز: یوې پاکستاني رسنۍ اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست امیر خان متقي د سفر ځنډېدو په اړه لیکلي چې دا سفر په وروستیو شېبو کې د «تخنیکي مسلې» له امله وځنډېد.

ټاکل شوې وه چې متقي پرون (۱۳ د زمري) پاکستان ته په درې ورځني سفر تللی وای.

د ایکسپریس ټریبیون په وینا، په داسې حال کې چې د سفر مقدمات نهایي شوي و، مګر وړاندې تر دې چې اسلام اباد او کابل وکولای شي دا سفر د یکشنبې په ورځ اعلان کړي، د یوې «تخنیکي مسلې» له امله وځنډېد.

طالب او پاکستاني چارواکو د متقي دسفر د ځنډېدو په اړه څه نه دې ویلي، مګر ګومان کېږي چې دا سفر د طالبانو پر مشرانو پر سفر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیز له امله ځنډېدلی دی.

پر طالبانو د امنیت شورا د بندیزونو څارونکې ډلې په دې وروستیو کې متقي ته د سفر جواز نه دی ورکړی.

وروستی معافیت چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر لاسه کړی، د جون پر ۱۸ نېټه و او د جون له ۱۹ تر ۲۴ پورې یې استانبول ته سفر کړی و او هلته یې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون کړی و.

همدا راز، متقي د امنیت شورا په جوازونو سره تر دې وړاندې چین، قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته هم سفرونه کړي دي.

د طالبانو لوړپوړي غړي د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو په نوملړ کې دي.

د دې ډلې چارواکي له افغانستانه بهر ته د سفر کولو لپاره اجازې ته اړتیا لري. ویل کېږي چې کوربه هیوادونه ورتلونکو طالب چارواکو ته د سفر جواز اخلي.