اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، هغه کسان چې په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو مسوول دي، باید ځواب ویونکي وي.
نوموړي دا خبره تېره شپه (سې شنبه، ۱۴ د زمري) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه لنډ پیغام کې خپره کړې.
په همدې حال کې بیا د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بېنټ، د بریتانیا د ځانګړي استازي پیغام بیا خپور کړی دی.
د بریتانیا ځانګړي استازي د افغانستان په اړه د بشري حقونو د فعالانو پرونۍ مجازي غونډه یوه مهمه پیښه بللې او د هغې له تنظیموونکو څخه یې مننه کړې.
پرون د بشري حقونو د بنسټونو استازو په ګډون د بشري حقونو د څار بنسټ او ریچارډ بېنټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي بېنټ په دې غونډه کې وویل، هغه څه چې په افغانستان کې پیښیږي د بشریت پر وړاندې جرم دی او د دې وضعیت حل کول یو نړیوال مسوولیت دی.
هغې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې له پرمختګ پرته باید طالبان عادي یا په رسمیت ونه پیژندل شي.
د بشري حقونو څار سازمان تېره ورځ پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو د څلورمې کلیزې په درشل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو په تیرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د پای ته رسولو لپاره هېڅ کارنده اقدام نهدی کړی.
د بشر حقونو څار په خپله خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان له نیولو راهیسې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه سخت کړي، خبریالان یې نیولي او د ټولو مخالف غږونو په چوپولو سره یې خپلې ځپونکې کړنې زیاتې کړې دي.
دې سازمان زیاته کړې، چې افغانستان اوس د نړۍ له یو له بدترین بشري بحران سره مخ دی، چې دا بحران د بهرنیو مرستو د کمښت او له ایران او پاکستان څخه د شړل شویو ۱.۹ میلیون کډوالو له امله نور هم زیات شوی دی.
د بشر حقونو څار په سازمان کې د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي ویلي: «د طالبانو د واک ته د رسیدو څلورمه کلیزه د دې ډلې د ناوړه چلندونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختوالي یوه روښانه یادونه ده.»
هغې ټینګار کړی، چې «د طالبانو ظالمانه کړنې» باید حکومتونه دې ته وهڅوي چې د طالبانو مشرتابه او ټول هغه کسان چې په افغانستان کې د جدي جنایاتو مسؤل دي، حساب ورکوو ته راکش کړي او د دې هڅو ملاتړ وکړي.