اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په دانګام ولسوالۍ کې تر ورښتونو وروسته د سیلابونو د راوتلو له امله دوې نجونې مړې شوې دي.
یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې دا نجونې تېره شپه (سېشنبه، ۱۴ د زمري) د دانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سیلاب اوبو له ځانه سره وړې وې؛ خو د نجونو د عمر په تړاو یې نور جزییات نه دې ورکړي.
ورته مهال کونړ کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وایي چې تېره شپه د دې ولایت په دانګام، اسمار، شلتن او اسعد اباد کې سیلابونه را وتلي چې له امله یې ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي.
د دې ریاست د زیانونو اروزنې طالب مدیر احسان الله احسان وایي چې د راوتلو سیلابونو له امله استوګنیز کورونه، سړکونه او کرنیزې ځمکې تخریب شوي؛ خو د زیان کچه یې نه ده په ډاګه کړې.
دا په داسې حال کې چې نږدې یوه میاشت وړاندې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ سلګونه استوګنیز کورونه، سلګونه بڼونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې وه.