اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د ناړۍ ولسوالۍ کې په ځنګله کې د اورلګېدنې له امله ۱۲ هکټاره ځنګل سوځېدلی او لا هم اور نه دی مهار شوی.
سرچینه وایي، دا اور لګېدنه له تېرو درو ورځو (دوشنبه، ۱۳ د زمري) راهیسې د ناړۍ ولسوالۍ په «ناوې خوړ» سیمه را منځته شوې.
په همدې حال کې د ناړۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال امین الله شهاب هم مني چې له تېرو درو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې «ډېورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه د نښترو په یوه ځنګل کې اور لګېدلی.
امین الله شهاب وایي، اور په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی څرګند؛ خو د سیمې خلک او د کرنې اړوند طالب مامورین یې د مهار په موخه سیمې ته ورغلي.
نوموړي همدا راز زیاته کړې چې په سیمه کې د اور وژنې ډله هم د خوراک او څښاک له کمښت سره مخ ده او د مرستې غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د کونړ او نورستان ولایتونو په ځنګلونو کې د نا څرګندو دلایلو له امله اور لګېدنې پېښېږي او په ځینو مواردو کې پر طالب چارواکو هم تور لګېږي چې د لرګیو د قاچاق په موخه قصدي اورلګیدنې پېښوي.