اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې ناپېژانده وسلوالو د دې ولایت په پېج درې ولسوالۍ کې یو هټۍوال په ډزو وژلی.
سرچینه وایي، د نجیب الله په نوم پر دې هټۍوال نن (چهارشنبه، ۱۵ د زمري) ماخوستن مهال د پېچ درې ولسوالۍ په «بارکنډۍ» سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو ډزې کړې دي.
د سرچینې په وینا، دا کس د هټۍ تر تړلو وروسته خپل کور ته د ستنېدو پر مهال د ناپېژانده وسلوالو له لوري د توپنچې په ډزو وژل شوی.
د وژل شوي کس د هویت او همدا راز د پېښې د لامل په تړاو نور جزییات نه دې تر لاسه شوي.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دې پېښې په تړاو څه نه دې ویلي.
دا په داسې حال کې چې څلور ورځې وړاندې ناڅرګنده وسلوالو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ته په دوه سوه مترۍ کې یوه ښځینه ډاکټره په ډزو وژلې وه.