اطلاعات روز: یو شمېر سوداګرو له اطلاعات روز سره په خبرو کې تایید کړې چې له تېرو دریو ورځو راهېسې په ننګرهار کې له پاکستان سره پر پوله په تورخم بندر کې ګڼ شمېر موټرونه چې له تازه مېوو بار دي، پاکستاني لوري ته د تګ اجازه نه ورکول کیږې او له امله یې په موټرو کې بار تازه مېوې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.
د تازه مېوو یو سوداګر اطلاعات روز ته وویل، چې پاکستاني لوري دا چاره په دې وروستیو څو ورځو کې پیل کړې او له موټر چلوونکو د پاسپورټ او وېزې غوښتنه کوي.
د هغه په خبره له یادې ستونزې په تورخم کې د طالبانو کمېسار او دغه راز د ننګرهار د سوداګرۍ خونه خبره ده، خو تر اوسه یې د حل په برخه کې د پام وړ اقدامات نه دي ترسره کړي.
یو بل سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې پر مڼو او انګورو بار شاوخوا ۳۰ لارۍ يې د ناڅرګند لامل له مخې پاکستاني لوري د تورخم دېخوا اېسارې کړي او ورځ تربلې په کې بار توکي مخ په خرابېدو دي.
دغه سوداګر اندېښنه لري که په نږدې ورځو کې يې د اېسار شويو توکو برخليک څرګند نه شي، نو د توکو د خوسا کېدو له امله به سوداګر په لویه کچه له مالي زیان سره مخ شي.
د یادونې وړ ده چې تر اوسه طالب چارواکو د دې ستونزې په اړه څه نه دې ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طالب چارواکو ویلي و چې له پاکستان سره یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې نوې هوکړې کړې دي او په دې لړ کې د دوی په وینا پر ځینو افغاني او پاکستاني توکو تعرفې هم کښته شوې وې.
دا مهال چې په افغانستان کې تازه مېوې په ځانګړي ډول انګور، انار او مڼې حاصل ته رسېدلې دي، ډېری سوداګر دا مېوې پاکستان ته لېږدوي او دغه هېواد یې ښه بازار ګڼل کېږي.
سوداګر شکایت کوي چې د افغانستان د مېوو په موسم کې ورته ډېری وختونه پاکستاني لوري ته ستونزې جوړېږي او په اسانۍ د افغانستان کرنیز محصولات پاکستاني مارکیټ ته نه پرېږدي.