close

طالبانو په لغمان کې ۱۰ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې محتسبینو ۱۰ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.

یو سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د امربالمعروف محتسبینو تېره شپه (شنبه،۱۸ د زمري) د مهترلام ښار لومړۍ حوزې اړوند «پشه يو» کلي کې د واده مراسمو پر مهال شپږ کسان نیولي او له ځان سره یې بېولي دي.

سرچینه زیاتوي، یاد کسان داسې مهال نیول شوي چې د واده مراسمو د خوښۍ لپاره سره راټول شوي وو او موسیقي یې غږوله.

په ورته مهال یوه بله سرچینه وایي، چې تېره شپه د قرغیو ولسوالۍ عزیز خان کڅ اړوند «تړاګړ» کلي کې هم د طالبانو د امربالعمروف غړو څلور ځوانان هغه مهال د موسیقۍ غږولو په تور نیولي چې د یو ملګري د کوژدې د خوښۍ په پار سره راټول شوي وو.

سرچینه زیاتوي، چې د امربالمعروف محتسبینو دغه راز د موسیقۍ آله (ډیک) هم له ځانه وړی دی او نیول شوي کسان لا بندیان دي.

په ورته مهال د لغمان د امربالمعروف ادارې د یو راپور په خپرولو سره تایید کړې، چې د دغه ولایت مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې یې د ودونو د خوښیو پر مهال د موسیقۍ د غږولو مخنیوی کړی، خو په دې تړاو یې د نیول شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.

په راپور کې راغلي چې دوی د پلټنو پر مهال له یادو سیمو یو شمېر د موسیقۍ غږولو آلې (ډېکونه) هم ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې وړاندې هم په لغمان او ننګرهار کې ګڼ شمېر ځوانان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي او زنداني کړي وو.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهېسې دې ډلې د موسیقۍ پر غږولو بندیز لګولی او دا کار یې د اسلامي شریعت خلاف عمل بللی دی. خو خلک وایي پر موسیقۍ د بندېز امله یې د خوښېو پروګرامونه پېکه شوي دي.