close

یوناما: طالبانو بې چادرۍ ښځې بازار ته له تلو او د عمومي نقلیه وسایطو له استفادې منع کړې دي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر ویلي چې طالبانو د ښځو پر جامو څارنه سخته کړې او په ځینو مواردو کې یې بې چادرۍ ښځې بازارونو ته له تلو او د عمومي نقلیه وسایطو له کارولو منع کړې دي.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې راپور چې نن (یکشنبه، ۱۹ د زمري) خپور شوی، پکې ویل شوي چې په دې لړ کې طالبانو په هرات کې ښځې د چادرۍ اغوستلو ته اړې کړې دي.

د دې راپور له مخې، په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو د می د میاشتې له اتمې تر ۳۰ د چادرۍ د نه اغوستلو له امله بازارنو ته له تلو او د عمومي نقلیه وسایطو له کارولو منع کړې دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې یو شمېر ښځې تر هغو د طالبانو په بند کې وې چې خپلوانو یې ورته چادرۍ راوړې.

همدا راز یوناما ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو د روان کال د جون میاشتې پر مهال د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې هغه ښځې نیولې دي چې د چادرۍ پر ځای یې عادي حجاب اغوستی و.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې په راپور کې همدا راز ویل شوي چې طالبانو له ښځو سره د نارینه محرم پر ملتیا هم څار زیات کړی.

یوناما ویلي، داسې راپورونه یې تر لاسه کړي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو کلینیکونو، دوکانونو، بازارونو، دولتي ادارو او موټروانانو ته امر کړی دی چې هغو ښځو ته خدمات وړاندې نه کړي چې نارینه محرم ورسره نه وي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر همدا راز ویلي چې پارکونو او د تفریح عمومي ځایونو ته د ښځو پر لاسرسي بندیز دوام لري او پلی کېږي.

له دې راپور سره سم، طالبانو د می میاشتې پر ۲۳مه نېټه د غور په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې کورنۍ له یوې تفریحي سیمې وشړلې او له ښځو سره یو ځای یې تفریحي سیمو ته د تګ په اړه خبرداری ورکړ.

په دې راپور کې ویل شوي چې د می پر ۱۶مه د هرات ولسوالۍ په «پل پښتون» سیمه کې طالبانو د کورنۍ یوه ډله چې ښځې او نجونې پکې وې یوې تفریحي سیمې ته له تلو منع کړې او یوازې نارینه‌وو ته یې اجازه ورکړه.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې پارکونو او عمومي تفریحي ځایونو او عمومي حمامونو ته د ښځو پر تګ بندیز ولګاوه.

دې ډلې په خپل امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون کې د ښځو د ټول بدن پټول لازمي کړي او د هغوی غږ یې هم «عورت» بللی دی.