اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې تایید کړې چې طالبانو د بدخشان د لاریونونو د ځپلو پر مهال لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي.
په دې راپور کې چې نن (یکشنبه، ۱۹ د زمري) خپور شوی، راغلي چې د مې او جون په میاشتو کې په بدخشان کې د کوکنارو د کرکیلې د مخنیوي پر ضد د معترضانو د ځپلو پر مهال د خپلسري نیولو، ناوړه چلند، بندي کولو او د لاریون کوونکو د وژنې پېښې ثبت شوې دي.
د یوناما د راپور له مخې، د می په پنځمه نېټه د بدخشان د «ارګو» ولسوالۍ شاوخوا ۲۰ تنه بزګران وروسته له هغه د طالبانو لهخوا نیول شوي، چې د دې ډلې د کوکنارو د له منځه وړلو هڅو پر ضد یې اعتراض کړی و او ځینې یې وهل شوي هم دي.
همدارنګه، د می په ۲۵مه د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې، طالب ځواکونو پر لاریون کوونکو ډزې کړي، چې له امله یې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د یوناما راپور وايي، چې د جون په ۱۹مه، طالب ځواکونو په خاش ولسوالۍ کې هم پر لاریون کوونکو ډزې کړي او یو شمیر یې وهلي ډبولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) راپور کې راغلي، چې د جون په ۳۰مه، طالب ځواکونو په خاش ولسوالۍ کې هم پر لاریون کوونکو ډزې کړي، چې لږ تر لږه اته سړي وژل شوي او د یوې نجلۍ په ګډون ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
د یوناما د راپور له مخې، چې طالبانو له دې یوه ورځ وروسته د قربانیانو په جنازه ډزې کړي، چې لږ تر لږه یو کس یې وژلی او شاوخوا ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د جولای په لومړۍ نیټه، د بدخشان والي محمد ایوب خالد، د بي بي سي سره په یوه مرکه کې په خاش ولسوالۍ کې پر لاریون کوونکو ډزې تایید کړې او ویې ویل چې طالب ځواکونو د لاریون کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز او اوبه شیندونکي نه درلودل او د هغوی د خپرولو لپاره یې ډزې کړې دي.
په بدخشان کې د طالبانو والي د بدخشان د طالبانو والي د د شمیرو له وړاندې کولو پرته د معترضانو وژل کیدل په غیرمستقیم ډول تأیید کړل او زیاته یې کړه چې کېدای شي ځینې کسان تر پښو لاندې شوي وي یا پر لاریون کوونکو د کورونو له دننه ډزې شوې وي.
طالبانو د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې هم په خاش، درایم او ارګو ولسوالیو کې په ورته کړنو کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو پر مهال پر مخالف لاریون کوونکي ډزې کړې وې. دې ډلې په هغه وخت کې ویلي و، چې د دې موضوع د څېړنې لپاره یې یوه کمیټه ټاکلې، خو د دې څېړنې پایلې لا نه دي اعلان شوې.
دې ډلې تر اوسه د یوناما راپور ته ځواب نه دی ویلی.