اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) په خپل نوي راپور کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ویلي چې د پخوانیو پوځیانو وژنې، بېاساسه نیونې او شکنجې لا هم دوام لري.
یوناما په دې راپور کې چې نن (یکشنبه، ۱۹ د زمري) خپور شوی، ویلي چې د اپرېل له لومړۍ نېټې بیا د جون تر ۳۰مې پورې یې د افغانستان د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو د وژنې لږ تر لږه اووه پېښې مستندې کړي دي.
د راپور له مخې، یوناما همدارنګه د پخوانیو چارواکو او پوځیانو د نیونې اته د شکنجې درې پېښې ثبت کړې دي.
یوناما په خپلو تېرو راپورونو کې هم د پخوانیو چارواکو او پوځیانو وژنې، نیونې او د شکنجې پېښو ته اشاره کړې وه.
دا وژنې په داسې حال کې روانې دي چې طالبان د خپل مشر د «عمومي بښنې» د فرمان د مراعتولو ادعا کوي او د پخوانیو پوځیانو وژنې او له هغوی غچ اخیستنه ردوي.
د ملکیانو تلفات
یوناما په خپل راپور کې د هغو ملکي تلفاتو پېښې هم ثبت کړي چې د ښخو شوو ماینونو او له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د اپرېل په اوومه په مزارشریف کې په یوه رېکشا کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله درې نارینه ټپیان شول او «د افغانستان د آزادۍ جبهې» یې مسوولیت ومانه.
د راپور له مخې، د اپرېل په نهمه هم په مزارشریف کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې څلور نارینه ټپیان شول او «د افغانستان د آزادۍ جبهې» یې مسوولیت واخیست.
یوناما ویلي چې د دې چاودنې هدف د طالبانو هغه موټر و چې په ساحه کې ولاړ و.
یوناما زیاته کړې چې د اپرېل په ۱۴مه مزارشریف کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې یو نارینه او یو هلک ټپیان شول، خو هېڅ ډلې یې مسوولیت وانخیست.
د یوناما د راپور له مخې، د اپرېل له لومړۍ نېټې بیا د جون تر ۳۰مې پورې له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له امله د ۷۰ ملکي تلفات پېښې ثبت شوې دي. د یوناما په وینا، قربانیان ۱۸ نجونې، ۳۵ هلکان، ۱۳ نارینه او څلور ښځې دي.
د پاکستان له لوري تر کرښې دې خوا بریدونه
یوناما په خپل نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان په سرحدي سیمو لکه کونړ او نورستان د پاکستان بریدونه د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.
د راپور له مخې، د اپرېل په ۱۱مه شپه د پاکستان په برید کې د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د «دوبا» او «منګل» په سیمو کې دوه نارینه، یوه ښځه او یو څلور کلن هلک ټپیان شول.
په راپور کې راغلي چې په دې برید کې دوه کورونه هم زیانمن شول او یو شمېر مالونه تلف شول.
د یوناما د راپور له مخې، د جون په ۱۲مه د پاکستان له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ د «بیداد» سیمې په لور ویشتل شوي هاوان مرمۍ یوه غټوکې نجلۍ ټپي کړه.
یوناما زیاته کړې چې د جون په ۱۳مه هم د پاکستاني پوځیانو د راکټي بریدونو له امله د دانګام ولسوالۍ د «دوبندي» سیمې یو ۱۳ کلن هلک وژل شوی او د جون په ۱۹مه د همدې ولسوالۍ په «لویه جرګه» سیمه کې یوه ښځه ټپي شوې ده.
په فاریاب کې د ازبکانو نیول
یوناما په خپل راپور کې ویلي چې طالبانو د فاریاب ولایت د دولتاباد ولسوالۍ د ازبکانو او پښتنو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته ګڼ شمېر ازبک نیولي دي.
د یوناما د راپور له مخې، دا شخړه د جون په اتمه د دولتاباد ولسوالۍ د «قزبي قلعه» په کلي کې رامنځته شوې او طالبانو وروسته لږ تر لږه ۸۷ ازبیکان او دوه پښتانه هلکان ونیول.
د راپور له مخې، د دواړو قومونو ترمنځ شخړه هغه وخت پیل شوه چې پښتنو ځوانانو د ازبک ښځو خواته «پټاقۍ» وویشته.
یوناما ویلي چې تر دې شخړې وروسته د طالبانو پولیسو او استخباراتو د دواړو اړخونو کسان ونیول او ورسره یې هغه ۳۰ ازبکان هم ونیول چې د ازبکانو د نیول کېدو مخه ونیسي.
په راپور کې راغلي چې په همدې ورځ ازبیکانو د دغو نیونو پر ضد لاریون وکړ او طالبانو په راتلونکو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۴۸ نور ازبکان چې یو شمېر ماشومان هم پکې شامل وو، د لاریون کولو په تور ونیول.
یوناما ویلي چې وروسته ټول نیول شوي کسان خوشې شول، خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې دا کسان څومره وخت د طالبانو په بند کې وو.
په دې نوي راپور کې یوناما پر رسنیزو بندیزونو، علني اعدامونو او په عام محضر کې د خلګو په درو وهلو هم خبرې کړې دي. د راپور له مخې، د می او جون په دوو میاشتو کې طالبانو لږ تر لږه ۲۳۴ کسان د خلکو په وړاندې په درو وهلي دي.
طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په عام محضر کې د خلګو وهل بیا پیل کړل. دې ډلې د نړیوالو هغه غوښتنې له پامه غورځولې چې د دې مجازاتو درول غواړي.