اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) ویلي چې د دې استازولۍ او د ملګرو ملتونو د ټولو دفترونو، صندوقونو او برنامو استازې د «نامعلومو افرادو» له لوري په مرګ ګواښل شوې دي.
یوناما نن (یکشنبه، ۱۹ د زمري) په یوه راپور کې ویلي چې دا ښځینه کارمندانې د می میاشتې پر مهال له دې استازولۍ او د ملګرو ملتونو له دفترونو سره د کار له امله په مرګ ګواښل شوې دي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي ویلي چې د دې ښځو د خوندیتوب په موخه یې لنډمهالي تدابیر نیولي.
یوناما ویلي، طالبانو ویلي چې د دې ډلې ځواکونه د دې ګواښونو مسوول نه دي او په دې تړاو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څیړنې روانې دي.
که څه هم پر دې پېښې دوې میاشتې اوړي، مګر طالبانو لا هم د دې ګواښونو عاملین نه دې پېژندلي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت او د دې ډلې چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
یوناما پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر خپلو کارمندانو د دې ډلې له محدودیتونو په ځلونو شکایت کړی دی.
د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي همدا راز په افغانستان کې په بشرپالو چارو کې په ځلونو د طالبانو د لاسوهنې راپور ورکړی دی.