اطلاعات روز: د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وايي، چې د افغان کډوالو ایستلو سره په ایران کې د ډوډۍ پیر او پلور شپږ سلنه کم شوی دی.
هغه په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، چې بهرني وګړي په منځني ډول ډیره ډوډۍ کاروي.
په ایران کې د افغان کډوالو له لوري د سبسایډي لرونکې ډوډۍ کارول وخت ناوخت د نیوکو وړ ګرځېدلي دي.
په دې وروستیو کې یو اقتصادي شنونکي ادعا کړې وه، چې افغان اتباع هره ورځ ۳۰ میلیونه ډوډۍ خوري؛ هغه ادعا چې د ایران دولتي رسنیو رد کړه.
د ایران د کورنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، چې د کډوالو د ډوډۍ اوسط مصرف په کتو، کېدای شي د هغوی په ایستلو سره د ډوډۍ راکړه ورکړه له شپږ سلنې څخه هم ډېره راکمه شوې وي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د روان کال له پیل راهیسې له ۱.۱ میلیون څخه ډیر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه ادعا کړې چې د کډوالو د ایستلو بهیر «په بشپړ عزت او درناوي» ترسره کېږي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کډوال د ایراني مامورینو له لوري په کمپونو او د بېرته ستنېدو پر لاره د بد چلند، سپکاوي او توهین شکایت کوي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر وایي، چې ښایي د کډوالو د بیرته ستنیدو په پروسه کې «ځینې غلطۍ» ترسره شوې وي.
هغه زیاتوي چې طالبانو او د ملګرو ملتونو چارواکو د بیرته ستنیدو پروسه څارلې او موندلې یې ده چې دا پروسه په «عزت او درناوي» سره ترسره کېږي.
ایران وايي، چې نور نه شي کولی د افغان کډوالو کوربه توب وکړي.
سکندر مومني وايي، چې ایران د کډوالو ضد نه دی، مګر د هغه په وینا، غیرقانوني کډوال د ایران لپاره یو ګواښ دی.
د هغه په وینا، چې دا کډوال د خپل اصلي هویت سره ثبت شوي نه دي او د جرمونو پر مهال نیول کیدای نه شي.