close

د راستنیدونکو څخه د غچ اخیستنې پیښو مستند کول؛ طالبانو د یوناما یو شمیر چارواکي احضار کړي

طلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دوی د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) او د دې سازمان د بشري حقونو څانګې له خوا افغانستان ته د راستنیدونکو په اړه د غچ اخیستنې په اړه د ګډ راپور په غبرګون کې د یوناما یو شمیر چارواکي احضار کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل (دوشنبه، ۲۰ د زمري) ایکس کې پر خپله پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له یوناما څخه غوښتل شوي چې د «راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې جدي بياکتنه وکړي».

هغه زیاته کړې، چې د یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې د راپور له خپریدو وروسته، د طالبانو د رییس الوزرا په حکم د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست په غړیتوب یو کمیسیون ته دنده سپارل شوې، ترڅو یاد راپور په هر اړخیز ډول وڅېړي او د پېښو د کره‌والي په صورت کې له «اړوندو حکومتي ارګانونو او د ناکره‌والي په صورت کې له یوناما څخه توضیحات وغواړي».

هغه ویلي، چې دې کمیسیون موندلې چې د ملګرو ملتونو راپور د ځینو «مثبتو اقداماتو» په اړه محدوده یادونه کړې، «خو په عمومي ډول را ايستل کېدونکو کډوالو سره د مرستې پر ځای هڅه شوې له کلماتو سره د لوبې له لارې حقايق تحريف او د ذهنونو په مغشوشولو سره مهاجرين اندېښنمن کړي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې: «راپور زیاتره د هغو محدودو اشخاصو انفرادي تجربې انځوروي چې د ادعاوو پر اساس له ستونزو سره مخ شوي، حال دا چې د هغو میلونونو افغانانو مثبتو تجربو ته چې په امن، باعزته او باثباته شرایطو کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي، انعکاس نه دی ورکړل شوی.»

د ده په وینا، چې راپور کې «له داسې اصطلاحاتو څخه کار اخیستل شوی چې سیاسي بڼه لري او د بې‌طرفۍ اصل تر پوښتنې لاندې راولي، لکه د غچ اخیستنې، خپلسرې نیونې، شکنجې او بد چلند ترسره کولو ادعاوې».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، چې «راپور د ډېرو محدودو ادعاوو/پېښو پر اساس جوړ شوی او د يو څو پېښو پر اساس پکې د ټول هيواد د وضعيت د قياسولو هڅه شوې او عمومي او غيری مشخصې ادعاوې پکې شوي، چې د ځای، شخص او وخت په اړه یې د ابهام له وجې څېړل ناشوني دي».

ده د خپلو خبرو په دوام کې ویلي: «تر ډېره راپور د غير معياري ميتودونو پر بنسټ يوازې پر منفي اړخونو متمرکز دی، او مثبت پرمختګونه په کې له پامه غورځول شوي دي.

د الفاظو په لوبې کې د پېښو تصوير ډېر لوی ښودل شوی. پېښو ته ژبنی، سمتي او سياسي رنګ ورکول شوی. په راپور کې د هيواد ځانګړی ديني او ټولنيز هويت او ارزښتونه په پام کې نه دي نیول شوي.»

ضیا احمد تکل ویلي، چې د یوناما د بشري حقونو چارواکي د تیرې اونۍ سې شنبې ورځ (۱۴ د زمري) د بهرنیو چارو وزارت غوښتل شوي او پورته موارد ورسره په صراحت شریک شوي او «پر دې ټینګار وشو چې د راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې جدي بياکتنه وکړي او د يادو شويو علمي او مسلکي نيمګړتياوو د تصحيح په موخه عملي ګامونه واخلي او د ورته سرغړونو د دوام په صورت کې نظام (طالبان) خپل مکلفيت بولي چې د اذهانو د مغشوشولو په نيت د ورته بې‌بنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي».

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر د زمري پر دویمه په یوه ګډ راپور کې ویلي، چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي او نظامیان، ښځینه فعالانې، خبریالان او مدني فعالان چې په ناداوطلبانه توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي، د طالبانو له انتقام اخیستنې او شکنجې سره مخ دي.

د دې راپور پر بنسټ، دا افراد د خپلو بشري حقونو له جدي نقضونو لکه «د واکمنو چارواکو (طالبانو) له لوري له شکنجې او بد چلند، زنداني کېدو، خپلسري نیول کېدو او د فردي امنیت له ګواښل کېدو» سره مخ شوي دي.

ملګرو ملتونو دا راپور د ۲۰۲۴ کال پر مهال له هغو ۴۹ پخوانیو چارواکو او نظامیانو، خبریالانو، ښځینه فعالانو او د مدني ټولنې له غړو سره د مرکو پر اساس تیار کړی چې په جبر افغانستان ته لېږل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې پخوانیو نظامیانو او چارواکو په خپلو مرکو کې «په ډاګه کړې چې له کومه وخته هیواد ته راستانه شوي د واکمنو چارواکو (طالبانو) د ځورونې د وېرې له امله اړ دي چې پټ ژوند وکړي.»