اطلاعات روز: له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو بهیر په دوام، پرون (دوشنبه، ۲۰ د زمري) ۹۵۱ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، ۶۷۷ کورنۍ له ایران څخه د هرات د اسلام کلا او ۱۳۳ کورنۍ د نیمروز د ابریشم پُل له لارو او له پاکستان څخه بیا ۶۰ کورنۍ د تورخم او ۷۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارو افغانستان ته راستنې شوې دي.
په وروستیو اونیو کې له ایران څخه د کډوالو د ایستلو کچه کمه شوې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، چې تر اوسه پورې له ۱.۱ میلیون څخه ډیر بې اسناده افغان کډوال ایستل شوي دي.
د ایراني چارواکو په وینا، په ایران کې شاوخوا څلور میلیونه بې اسناده افغان کډوال شتون لري.
ایران له اسراییل سره له جګړې وروسته د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
پاکستان هم د یو میلیون څخه زیاتو کډوالو د استوګنې موده نه ده غځولې او دا کډوال د شړلو له خطر سره مخ دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، چې په تیرو دوو کلونو کې شاوخوا څلور ملیونه کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.