اطلاعات روز: د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د افغانستان په پوله د دوی ځواکونو په څلورو ورځو عملیاتو کې ۵۰ وسله وال وژلي دي.
د پاکستان پوځ نن (سې شنبه، ۲۱ د زمري) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اګست له ۷مې تر ۹مې پورې، د ژوب ولسوالۍ په «سامبازه» سیمه کې ۴۷ «خوارج» وژل شوي دي.
د دې خبرپاڼې له مخې، تیره شپه هم د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه د سامبازې شاوخوا سیمو کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې درې نور وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ زیاته کړې، چې په څلورو ورځو عملیاتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ تنو ته لوړ شوی دی.
پاکستان په دغه هیواد کې میشت د ټي ټي پي وسله وال د خوارجو په نوم یادوي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د ټي ټي پي جنګیالي د هند په ملاتړ په افغانستان کې شتون لري او د دغه هیواد خاوره د پاکستان پر ضد کاروي؛ هغه ادعا چې طالبان او هند یې ردوي.
د امنیت شورا د بندیزونو تحلیل او څارنې ټیم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالي شتون لري او د افغان طالبانو څخه د پام وړ لوژستیکي او عملیاتي ملاتړ هم ترلاسه کوي.
پاکستان وايي، چې د افغانستان څخه د تروریزم ستونزه د دې هېواد او طالبانو تر منځ د خبرو اصلي برخه ده.