اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال د داعش یو مهم قومندان وژلی او پټنځای یې له منځه وړل شوی دی.
په دغه ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې د دوی ځانګړو ځواکونو تېره شپه (چهارشنبه، ۲۲ د زمري) د دره نور ولسوالۍ په «جان شیګل» سیمه کې د داعش ډلې پر یو مرکز عمليات ترسره کړي دي.
د هغه په خبره د یادو عملیاتو پر مهال یې د «موسی» په نوم د داعش یو مهم قومندان له څو ملګرو سره وژلی او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.
که څه هم نوموړي ویلي چې د یادو عملیاتو پر مهال دوی ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو د طالبانو اړوند د وټساپ په یوه ګروپ کې خپاره شوي چې د دره نور ولسوالۍ د تېرې شپې د جګړې پر مهال د قاري شمس الله په نامه یو طالب سرتېری وژل شوی چې په اصل د میدان وردګ ولایت د چغتو ولسوالۍ اوسېدونکی و.
بلخوا په سیمه کې ځینو سرچینو وویل، چې دوی د شپې په جریان کې د درنو چاودنو او ډزو غږونه اوريدلي او د طالبانو او داعش ترمنځ جګړې نږدې پنځه ساعته دوام کړی.
تر اوسه داعش ډلې د خپل قومندان د وژل کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې اطلاعات روز داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې داعش ډلې یو ځل د ننګرهار په شینوارو، دره نور، خوږیاڼو، شېرزادو، بټي کوټ او ځینو نورو ولسوالیو کې فعالیتونه پیل کړي او زیاتره جنګیالي د طالبانو هغه غړي دي چې په دې وروستیو کې له دندو د تنقیص په نوم ګوښه شوي او یا له خپلو ملګرو سره له جنجال وروسته له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې طالب چارواکو ویلي و، چې داعش ډله یې په هیواد کې ځپلې او له دوی سره د مخامخ جګړې کولو توان نه لري.