close

سیګار: طالبان د زور او نورو لارو په کارولو نړيوالې مرستې له خپل اصلي لوري اړوي

اطلاعات روز: رویټرز خبري اژانس د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په خواله راپور ورکړی، چې طالبان په افغانستان کې د زور او نورو لارو په کارولو سره نړيوالې مرستې له خپل اصلي لوري اړوي.

سیګار زیاته کړې، چې طالبان د لږکیو ټولنو لپاره د مرستو د لاسرسي مخه نیسي او ښایي د رشوت ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو له چارواکو سره له مخکې جوړجاړی وکړي.

سیګار ویلي، چې دا موندنې یې د نږدې ۹۰ اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو، د ملګرو ملتونو د چارواکو او نورو سرچینو د نظرونو پر بنسټ دي.

د سیګار په راپور کې راغلي: «په افغانستان کې سیګار موندلې چې طالبان له هر هغه وسیلې څخه چې په لاس کې لري، په شمول د زور، ګټه اخلي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې هغه ځای ته ولاړې شي چې دوی یې غواړي، نه هغه ځای ته چې مرسته کوونکي یې اراده لري.»

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت دا تورونه رد کړي دي.

هغه ویلي، چې نړیوالې مرستې په افغانستان کې په خپلواکه توګه ویشل کېږي او دولتي ادارې «د شفافیت ډاډمنولو» او د انحراف مخنیوي لپاره یوځای کار کوي.

سیګار ویلي، چې یو افغان مرستندویه کارکوونکی د طالبانو د پوځي روزنیز کمپ ته د خوراکي توکو د مرستې د لیږد د افشا کولو له امله وژل شوی دی.

د دغه کارکوونکي او د هغه د وژنې د مسوول کس هویت نه دی څرګند شوی. ملګرو ملتونو په دې اړه نه دی ورکړی.

د سیګار راپور کې ویل شوي، چې نړیوالو مرسته کونکو د ۲۰۲۱ کال د اګست تر منځ، کله چې طالبانو افغانستان ونیو او د ۲۰۲۵ کال د اپریل تر منځ، کله چې د ټرمپ ادارې ډیری امریکایي مرستې پای ته ورسولې، افغانستان ته ۱۰.۷۲ ملیارد ډالر مرسته ورکړه.

د سیګار په راپور کې راغلي، چې نړيوالو مرسته کوونکو د ۲۰۲۱ د اګست راهیسې، کله چې طالبانو افغانستان ونیوه او د ۲۰۲۵ اپرېل پورې، کله چې ټرمپ حکومت د امریکا ډېری مرستو ته د پای ټکی کېښود، افغانستان ته ۱۰.۷۲ میلیارد ډالر مرستې کړې دي.

په دې مرستو کې یوازې ۳.۸۳ ملیارده ډالر د امریکا لخوا ورکړل شوي دي.

سیګار ویلي، چې طالبانو د زور او د څار ځواک تر څنګ له نورو لارو هم د مرستو د کنټرول لپاره استفاده کړې ده. په دې کې دا هم شامل دي چې کومې بشري ډلې کولی شي فعالیت وکړي او د امریکا مالي مرستې د اکثریت پښتنو ټولنو پر لور وړل کېږي.

راپور وايي، چې سیګار د مرکه شویو کسانو څخه دا تورونه هم اوریدلي چې د ملګرو ملتونو چارواکو د ملګرو ملتونو د قراردادونو لپاره له شرکتونو او مرستندویه ډلو څخه رشوت غوښتی دی.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو چارواکي په ښکاره ډول «د ملګرو ملتونو له چارواکو سره ملګرتیا کوي ترڅو د ملګرو ملتونو قراردادیانو څخه رشوت واخلي او بیا یې عاید وویشي».

متحده ایالات چې د افغانستان لپاره ترټولو لوی مرسته کونکی و، د ډونالډ ټرمپ د واک له ترلاسه کولو وروسته یې مرستې کمې شوې دي.

سیګار بیا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان ته د امریکا د مرستو دوام د «دولت د بهرنۍ تګلارې له موخو سره همغږې» نه دي بلل شوي.

د سیګار راپور کې راغلي، چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د پروګرامونو له تړل کېدو وروسته، طالبانو له دې تړل کېدو د یوې موقع په توګه ګټه اخیستې او د امریکا په مالي مرسته برابره شوې شتمنۍ، په شمول د زغره وال موټرو خپل کړي دي.