اطلاعات روز: د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دې ډلې د کابینې له غړو غوښتي چې افغانانو له «بد اخلاقۍ» راوګرځوي، «مذهب او عقیده» ور وښيي او د ناسمو افکارو او نظریاتو له تاثیره یې وساتي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون ماښام (چهارشنبه، ۲۲ د زمري) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دې ډلې د کابینې څلورمه غونډه په کندهار کې ترسره شوې.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې هبت الله اخوندزاده د خپلې کابینې غړو ته وویل، چې د «اسلامي نظام» پیاوړتیا له دیني زده کړو څخه راځي او له دوی یې وغوښتل چې خلکو ته دیني پوهاوی ورکړي.
په دې غونډه کې پریکړه شوې، چې په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ به د پلازمینې په اړینو سیمو کې جوماتونه جوړوي او د دې ډلې د حج او اوقافو وزارت ته به یې سپاري.
دغه راز د طالبانو کابینې جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ښې پاملرنې لپاره یوه کمیټه هم ټاکلې او د «کليوالي مدرسو او جوماتونو د درسي سیستمونو» د بیا رغولو او پیاوړتیا لپاره د امکاناتو تر حده د پاملرنې لارښوونه شوې.
طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته د هیواد په مختلفو ولایتونو کې په سلګونو دیني مدرسې او جوماتونه په لوی لګښت جوړ کړي دي.
د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې، د هر ولایت په مرکز کې باید د ۱۰۰۰ زده کونکو ظرفیت لرونکې «جهادي مدرسه» جوړه شي او په هره ولسوالۍ کې باید له یو څخه تر دریو پورې مدرسې جوړې شي.
د طالبانو د کابینې غړو د دوی په زندانونو کې د بندیانو پر وضعیت، د هغوی د دوسیو پر څرنګوالي، د بند مودې، همدا ډول د محاکمو لخوا د هغوی په مورد په پریکړو بحث کړی دی.
په دې غونډه کې، د طالبانو مشر د ډلې د غړو ترمنځ اختلافاتو ته په اشارې د فکري اختلافاتو پر مخنیوي، د اتفاق او اتحاد په لا تقویت باندې ټینګار کړی دی.
د طالبانو یو شمیر لوړ پوړو غړو په تیرو څلورو کلونو کې په مکرر ډول د ډلې د پریکړو مخالفت کړی او په هبت الله اخوندزاده یې نیوکې کړې دي.
عباس ستانکزی، د طالبانو یو لوړ پوړی غړی او د ډلې د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال پر هبت الله اخوندزاده له نیوکې وروسته اړ شو چې هیواده پریږدي.