close

د رسنیو ځپنه؛ ۱۰ خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په تېرو دولسو میاشتو کې یې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د نقض۱۹۰ پېښې ثبت کړې دي. په دې شمېره کې د ۴۵ خبریالانو نیول شامل هم دي چې له دې ډلې ۱۰ تنه لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي.

د خبریالانو د مرکز په وینا، طالبانو خبریالان د دوی پر ضد د تبلیغاتو په شمول د بېلابېلو تورونو پر اساس نیولي دي.

اووه تنه خبریالان د طالبانو له خوا د محکمې له لوري له شپږو میاشتو څخه تر دوه نیمو کلونو حبس محکوم شوي او دا مهال د بند موده تېروي.

د دې خبریالانو له ډلې یو هم حمید فرهادي دی چې د طالبانو پر ضد د «تبلیغاتو» او د اطلاعات روز ورځپاڼې سره د همکارۍ په تور په دوو کلونو بند محکوم شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن (پنجشنبه، ۲۳ د زمري) په یوه راپور کې ویلي چې د رسنیزو ازادیو د نقض شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله زیات شوی دی او دا ښيي چې طالبان د رسنیو د ازادۍ ځپلو ته په لا شدت دوام ورکوي.

د خبریالانو د مرکز په وینا، طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون او د نویو رسنیزو لارښودونو پر اساس، د سرکوب او ځپلو جوړښت پراخ کړی او په چټکۍ یې عملي کوي.

د خبریالانو مرکز څرګنده کړې چې د امر بالمعروف د قانون له مخې د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو تر بندیز وروسته، د ۳۲ ټلوېزیوني شبکو فعالیتونه درول شوي چې په دې کې د ملي ټلوېزیون ۲۰ ولایتي څانګې او ۱۲ خصوصي ټلوېزیونونه شامل دي.

د دې مرکز په وینا، له دې ټلوېزیونونو څخه ځینو خپل ماهیت بدل کړی او په راډیوګانو بدل شوي دي.

د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې په تېرو دوولسو میاشتو کې پنځه راډیوګانې، دوه ټلویزیونونه، د رسنیو د ملاتړ دوه بنسټونه او یو خبري اژانس د ځینو تورونو لکه د واکمنې ادارې پر ضد تبلیغات، فساد او له بهرنیو ادارو او یا نورو هېوادونو سره د همکارۍ پر اساس تړل شوي دي.

ویل شوي چې له دې څخه یوازې دوو راډیوګانو او یوه ټلوېزیون ته وروسته تر دې چې د واکمنې ادارې د رسنیزې تګلارې د مراعت ژمنه یې کړې، د بیا پرانیستو اجازه ورکړل شوې ده.

د خبریالانو مرکز ویلي، په داسې حال کې چې ازادې رسنۍ په افغانستان کې له جدي ستونزو لکه له اعلانونو څخه د عاید له بې‌ مخینې کمښت سره مخ دي، طالبانو د «یو کولو د سیاست» په لړ کې نور بندیزونه هم لګولي دي.

دا مرکز زیاتوي چې په رسنیو کې پر لږ شمېر ښځینه کارکوونکو فشارونه هم ډېر شوي او له ځینو ښځو چې د رسنیو مشري کوي، غوښتل شوي چې خپلې رسنۍ وتړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبرداری ورکړی چې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ لا نقض به ویجاړوونکې پایلې ولري له طالبانو یې غوښتنه کړې چې د عامه رسنیو د قانون له مخې دې د رسنیو او خبریالانو بنسټزو ازادیو ته درناوی وکړي.

دې مرکز له نړیوالې ټولنې او هغو نړیوالو بنسټونو چې د ازادو رسنیو ملاتړ کوي، غوښتي چې پر طالبانو دې فشار راوړي څو د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي او په هیواد کې د یوې متفاوتې ټولنې په پیاوړتیا کې دې ازادې رسنۍ لومړیتوب وګڼي او ملاتړ دې یې وکړي.