close
OCHA Afghanistan

سیګار: د ملګرو ملتونو ادارې د خپل امنیت لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي

اطلاعات روز: د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د ارزونې دفتر (سیګار) په خپل راپور کې ویلي چې د ملګرو ملتونو ادارې د خپل امنیت لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي؛ البته ملګري ملتونه دا چاره د خپلو کارمندانو د ساتنې لپاره اړینه بولي او دفاع یې کوي.

د سیګار په وینا، د ملګرو ملتونو د یو شمېر ادارو او د مرستندویې ټولنې تر منځ د امنیت لپاره طالبانو ته پیسې ورکولو بحثونه راپارولي.

د سیګار په وینا، د ملګرو ملتونو ځینو ادارو د وسلوالو ساتونکو د لګښتونو په تړاو د طالبانو له غوښتنې سره سمدستي موافقه کړې، په داسې حال کې چې ځیني نور ورسره مخالف دي.

د غیر دولتي سازمانونو یوه چارواکي د ملګرو ملتونو له لوري پیسې ورکول «غیر رسمي رشوت ورکول» یاد کړي او ویلي یې دې چې دې چارې نور ټول غیر دولتي سازمانونه اړ کړي چې همدا کار وکړي او له امله یې تر فشار لاندې دي.

ملګرو ملتونو او طالبانو تر اوسه د سیګار دې راپور ته غبرګون نه دی ښوولی.

د سیګار ۱۸ مخیز راپور چې تازه خپور شوی، د طالبانو له لوري پکې د مرستو انحراف ته هم اشاره شوې.

سیګار موندلې چې طالبان د زور په شمول له ټولو لارو هڅه کوي چې مرستې هلته ورسېږي چې دوی یې غواړي، نه هلته چې مرستندویان یې رسول غواړي.

د دې راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۱ له اګست میاشتې څخه بیا په ۲۰۲۵ کې د امریکا له لوري د مرستو تر درېدو پورې مرستندویانو له افغانستان سره ۱۰.۷۲ میلیارد ډالره بشري او پرمختیایي مرسته کړې ده. په دې لړ کې ۳.۸۳ یا هم د ټولو مرستو ۳۶ سلنه امریکا ورکړې.