اطلاعات روز: «د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا» له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له خلګو سره دې ملګري شي او له طالبانو سره دې له خوشالوونکي سیاست او خوش باوره تعامل څخه لاس پر سر شي.
دې شورا نن (جمعه، ۲۴ د زمري) د طالبانو په لاس د کابل د سقوط د څلورمې کلیزې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو پر ځای دې د هغو ځواکونو ملاتړ وکړي چې «پر انساني کرامت، ټولنیز عدالت او اصیلې ډیموکراسۍ» باور لري.
«د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا» ویلي چې پر افغانستان د طالبانو واکمني «حقوقي، سیاسي او اخلاقي مشروعیت نه لري او نشي کولای چې د افغانستان د خلګو استازیتوب وکړي او یا هم د دې خاورې راتلونکی شي.»
دې شورا ویلي چې دا تحمیلي وضعیت نه یوازې عدالت او ازادي نفې کوي، بلکې د سیمې ټیکاو او د بشري حقونو نړیوالو ارزښتونو ته ګواښ دی.
د دې شورا په وینا، له دې کړکېچه د وتلو لار د شته وضعیت عادي کول نه، بلکې د ټولنیز تعقل بسیج کول، د خلګو د غږ پیاوړي کول او جوړښتیزه بیا رغونه ده چې اساس یې د ملت ازاده اراده، د خلګو برابري او واقعي سیاسي او ټولنیز ګډون وي.
دې شورا د خپلې اعلامیې په وروستیو کې ویلي چې «د اګست پنځلسمه د هېرېدو ورځ نه ده؛ بلکې د ملي وجدان د بیدارۍ، د تېر د ارزونې او له عدالت، ازادۍ او انساني کرامت سره د تړون د تازه کولو ورځ ده.»
طالبان څلور کاله وړاندې په همدې ورځ د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تر تېښتې وروسته کابل ته ننوتل.
د دې ډلې حکومت د تېرو څلورو کلونو پر مهال یوازې روسیې په رسمیت پېژندلی، خو د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو سره په سیاسي او اقتصادي کچه تعامل لري.
د افغانستان وګړو او سیاسي ډلو په ځلونو له طالبانو سره د نړۍ پر تعامل نیوکې کړې دي او دا یې د دې ډلې «عادي کول» او «سپینول» ګڼلي.