close

د بشر حقونو څار: المان دې د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو پر ځای د افغان ښځو ترڅنګ ودریږي

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار د طالبانو د بیا واکمنۍ څلورمې کلیزې په پار د دې ډلې د محدودیتونو پر وړاندې د افغان ښځو د مقاومت او مبارزې د ستاینې ترڅنګ د المان له دولت غوښتي، چې د افغانستان او افغان پناه غوښتونکو په تړاو په خپلو تګلارو کې ورته زړورتیا څرګنده کړي.

د بشر حقونو څار سازمان کې د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي په یوه مقاله کې لیکلي، چې جرمنی باید د مرستو د کمولو او د کډوالو د شړلو پر ځای، د طالبانو پر وړاندې یو لا جدي او قاطع دریځ خپل کړي.

میرمن عباسي زیاته کړې، چې د روان کال د جولای په میاشت کې د جرمني حکومت ۸۱ افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لېږلي؛ داسې ګام چې د «وضعیت عادي کېدو» پیغام ورکوي، خو په عین حال کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکېچن او خراب دی.

میرمن عباسي دغه راز د نړيوالې جنایي محکمې له لوري د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د ریيس عبدالحقيم حقاني د نيولو حکم صادریدو ته چې پر دوی د «بشريت ضد جنايت» تور لګېدلی اشاره کړې ده.

دا احکام د بشریت ضد جرمونو او د ښځو او نجونو په وړاندې د ځورونکو پالیسیو او جنسیتي تبعیض له امله صادر شوي دي.

د بشر حقونو څار سازمان ټینګار کړی، چې جرمني او نور اروپایي هیوادونه باید د دې احکامو د پلي کولو ملاتړ او د کلک دریځونو په غوره کولو سره د افغان ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په اړه د چوپ پاتې کیدو څخه ډډه وکړي.

د بشر حقونو څار سازمان کې د افغانستان یادې څېړونکې تر دې وړاندې هم د جرمني د هغو هڅو په اړه غبرګون ښودلی و، چې له طالبانو سره د مجرمو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په موخه شوې وې. نوموړې دغه تګلاره د «بشردوستانه اصولو سرغړونه» او «افغانانو ته ناسم پيغام» بللی او د هغې د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې وه.

آغلې عباسي خبرداری ورکړی و چې د پناه غوښتونکو د شړلو لپاره د اسانتیا لپاره له طالبانو سره هر ډول خبرې اترې یا همکاري به هغه حکومت ته مشروعیت ورکړي چې د بشري حقونو سیستماتیک سرغړونې کوي.

میرمن عباسي خبرداری ورکړی و، چې د پناه غوښتونکو د شړلو لپاره له طالبانو سره هر ډول خبرې اترې يا همکاري هغه حکومت ته د مشروعیت ورکولو معنا لري، کوم چې په پرله‌پسې ډول د بشري حقونو د نقض مسوول دی.