close

په ننګرهار او لغمان کې په څلورو جلا پېښو کې پنځه کسان مړه او اته ټپیان شوي

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې په دغو ولایتونو کې د بېلابېلو پېښو پر مهال ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې تېره ورځ (جمعه، ۲۴ د زمري) د دغه ولایت د دوربابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شبير احمد په نامه د ښوونځي یو ۱۵ کلن زده کوونکی له غره څخه لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

نوموړي د دې پیښې د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړي.

د هغه په خبره دغه راز د همدې ورځې په جریان کې د ګوشتې ولسوالۍ اړوند «سربند» سیمې مربوط په کونړ سیند کې ځایي خلکو د یوه سپین ږېري سړي جسد موندلی دی.

نوموړی زیاتوي چې تر اوسه د یاد کس هویت معلوم نه دی خو جسد یې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته انتقال کړی څو یې کورنۍ پیدا شي.

د ننګرهار د پولیسو ویاند زیاته کړې چې په ورته مهال د بهسود ولسوالۍ اړوند «بلند غر» سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې ۸ کسان ټپیان شوي دي.

هغه د یادې پېښې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې دوی سیمې ته رسېدلي او له دواړو لوریو یو شمېر کسان نیولي دي.

بلخوا د لغمان د پولیسو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې تېره ورځ د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ «سرخکانو» سیمه کې د لامبو وهلو پر مهال درې ځوانان اوبو ډوب کړي، چې د دوو یې جسدونه پیدا شوي، خو یو یې لا تراوسه تری تم دی او د موندلو هڅې روانې دي.

د هغه په خبره یاد درې واړه ځوانان په اصل د کابل اوسېدونکي وو، چې لغمان ته د تفریح لپاره راغلي وو.

هر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر هېوادوال له لامبو وهلو سره د نه بلدتیا او یا هم ناسمو ځایونو کې د لامبو وهلو له کبله اوبو وړي دي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې لغمان کې د لامبو وهلو پر مهال خلک اوبه وړي، له دې وړاندې هم په دغه ولایت او په نورو ولایتونو کې اوبو خلک ډوب کړي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.