close

ننګرهار کې ناپېژاندو وسلوالو د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

په سیمه کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي، دا پېښه چې د يوې کورنۍ دوه ښځې، یو سپین ږېری او درې ماشومان په کې وژل شوي د سره رود ولسوالۍ د کوز سلطانپور اړوند « بړینې سرخیلي» سيمه کې تېره شپه (دوشنبه، ۲۷د زمري) رامنځته شوې ده.

یاده سیمه د سره رود ولسوالۍ د مقام شاته په یو کیلو متري کې پرته ده.

یو بلې سرچینې هم اطلاعات روز ته تایید کړې چې ناپيژانده وسلوالو د یادې کورنۍ له غړو سرونه پرې کړي او په ډېر بې رحمانه ډول یې وژلي دي.

د سرچینې دمعلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې د ماشومانو نیکه، نیا او مور شامل دي.

د سرچینې په وینا د وژل شوې کورنۍ څښتن په تېر جمهوري حکومت کې نظامي دنده درلوده، خو واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې جرمني ته کډوال شوی و.

بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد هم یاده پېښه تایید کړې ده.

د هغه په خبره تراوسه د یادې پېښې انګېزه معالومه نه ده او په وینا یې د دوی پولیس د مجرمینو د نیولو پلټنې پیل کړې، خو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

تر اوسه پورې د يادې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.