close

هه‌نګاو: ایران په نږدې اته میاشتو کې ۴۶ افغانان ‏اعدام کړي

اطلاعات روز: د هه‌نګاو د بشري حقونو د سازمان د شمېرو او اسنادو پر بنسټ، د ایران دولت د روان میلادي کال (۲۰۲۵) له پیل څخه تر اوسه ۸۰۰ کسان اعدام کړي، چې په دې ډله کې ۴۶ افغان وګړي هم شامل دي.

دې سازمان لیکلي، چې په اوسط ډول ایران کې هره میاشت ۱۰۰ کسان اعدام شوي دي.

د هه‌نګاو سازمان زیاته کړې، چې په اعدام شویو کسانو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه سیاسي او مذهبي بندیان، لږ تر لږه ۲۲ ښځې او یو ماشوم شامل دي.

همدارنګه د ۸۰۰ اعدام شوو بندیانو له ډلې ۱۱۶ کُرد، ۱۰۷ لُر، ۹۲ بلوڅ او ۸۲ تُرک وګړي وو. په همدې موده کې لږ تر لږه ۴۶ افغان وګړي هم اعدام شوي دي.

د هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان د اعدامونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او د هغې پر وړاندې یې د جدي چلند غوښتنه کړې ده.

په وروستیو کلونو کې ایران کې د افغان اتباعو د اعدامونو شمیر زیات شوی دی. ویل کېږي چې دوی په عمده توګه ایران کې د مخدره توکو پورې اړوند جرمونو په تور محکوم شوي دي.