close
Photo: Social Media

په خیبرپښتونخوا کې د چاودنې له امله درې پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي

اطلاعات روز: د پاکستان له خیبرپښتونخوا ایالت څخه ځایي خبریالان راپور ورکوي چې د دې ایالت د باجوړ ولسوالۍ په «عنایت کلي» کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر موټر د چاودنې له امله درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

اسلام اباد میشتې رسنۍ خراسان ډایري هم د رسمي او ځایي سرچینو پر اساس د دې پېښې راپور ورکړی دی او ویلي یې دې چې دا چاودنه پرون (چهارشنبه،۲۹ د زمري) رامنځ ته شوې او یوازې شپږ پوځیان پکې ژوبل شوي دي.

ویل کېږي چې د ژوبلو پوځیانو په منځ کې یو جګړن هم دی.

بل لور ته له سیمې ځایي خبریالانو پر ټولنیزو رسنیو د پېښې د انځورونو او ویډیوګانو په خپرولو سره لیکلي چې په پېښه کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

په عین مهال کې داعش خراسان ډلې د دې برید پړه منلې او ویلي یې دې چې چاودېدونکي توکي یې د سړک پر څنډه یوې ولاړې ریکشې کې ځای پر ځای کړي وو.

دا برید په داسې مهال کې ترسره کېږي چې په خیبرپښتونخوا په ځانګړې توګه باجوړ کي امنیتي حالات ترینګلي دي او په ځینو سیمو کې د پاکستاني پوځ له لوري محدود عملیات هم روان دي.