اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین خبر ورکوي چې په دې ولایت کې د کابو ۶۹ مېلیونه افغانیو په ارزښت یو زر او ۵۰ کیلو ګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې وپلورل شوې.
د دې ریاست طالب رييس محمد شیرین حقاني وايي، دا ډبرې تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۹ د زمري) د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ګران بیه ډبرو په مارکېټ کې وپلورل شوې.
محمد شېرین حقاني ویلي چې دا ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د ۶۸ مېلیونه ۹ لکه او ۹۰ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوي چې له درکه یې شپږ مېلونه او ۸۹۹ زره افغانۍ د طالبانو حکومت ته جمع شوي.
نوموړی زیاتوي چې په دې ډبرو کې بیروج او کونزېټ ډبرې شاملې وې چې د کونړ ولایت له بېلابېلو کانونو استخراج شوې وې.
په همدې حال کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو یو شمېر پانګوال شکایت کوي چې بهر ته د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د لېږد په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او نیوکه کوي چې طالبانو یې د دغو ستونزو د حل په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې.
دا په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دې ډلې په کونړ، نورستان، ننګرهار، پنجشیر، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کانونو د استخراج لړۍ چټکه کړې او تر دا مهاله یې د سلګونه میلیاردو افغانیو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلې دي.