اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وايي، چې د دې ولایت په باغران او کجکي ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوي دي.
سرچینې وایي، چې تېره شپه (شنبه، ۱ د وږي) د باغران ولسوالۍ په «شاه حیدر» کلي کې د حاجي رحمت الله په نوم یو ۴۶ کلن کس د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.
د سیمې د یوه اوسېدونکي په وینا، چې د حاجي رحمت الله د وژنې اصلي عاملین نه دي معلوم، خو څه موده وړاندې یې د خپلې ځمکې پر سر له خپلو دوستانو سره شخړه کړې وه چې له کبله یې ټپي شوی هم و.
په ورته مهال بیا د کجکي ولسوالۍ په ښکته زمینداور کلي کې یو کس خپل ورور وژلی دی.
سرچینې وایي، چې «قاتل» خپل ورور د پور نه ورکولو له امله وژلی او وروسته د ځایي طالبانو له لوري نیول شوی دی.
د دې دواړو ورونو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
هلمند کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر دې دمه د دواړو پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.
په دې ورستیو کې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې وسله والې وژنې، غلاوې او د پخوانیو نظامیانو څخه د غچ اخیستنې پیښې زیاتې شوي، چې دې چارې عام خلک اندیښمن کړي او د عاملینو په نیولو ټینګار کوي.