اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام وايي، چې د خوندي سرپناه پرته د راستنېدونکو بېرته ادغام ناشونی دی.
دې پروګرام نن (یکشنبه، ۲ د وږي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې راستنیدونکي د مناسب کور پرته بیا ځل خپل ژوند نه شي جوړولی.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاته کړې، چې له خپلو همکارانو سره کار کوي تر څو ځواب ترلاسه کړي، خو اړتیاوې د شته سرچینو څخه خورا زیاتې دي.
د دې پروګرام مشرې سټیفاني لوز ټینګار کړی چې سرپناه او وروسته مناسب کور د بېرته ادغام او د یوې نوې او باعزته ژوند د پيل مهمې برخې دي.
هغې مخکې هم ویلي و، چې افغانستان ته ډیری راستنیدونکي د تګ لپاره هیڅ ځای نه لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهیسې له ایران او پاکستان څخه له څلورو میلیونو څخه ډیر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه سازمان څرګنده کړې چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې له ۱.۵ میلیون ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي، او تمه کېږي چې د پاکستان د حکومت د پناه غوښتونکو د استوګنې د نهغځولو د پرېکړې له امله به یو میلیون نور هم له پاکستانه راستانه شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې د سیمه ییزې همکارۍ او بیړني نړیوال ملاتړ پرته د کډوالو د راستنیدو کړکیچ کولی شي په یوه پراخه بشري بحران بدل شي چې د افغانستان او هاخوا لپاره به سختې پایلې ولري.
دا مهال یو له جدي ستونزو څخه چې راستنیدونکي ورسره مخ دي د سرپناه نشتوالی دی. د ډله ییزې راستنیدو له پیل راهیسې، د افغانستان ښارونه د کورونو له کمښت سره مخ دي او کرایې ډیرې لوړې شوې دي.