اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت بهرامچې ولسوالۍ اړوند «ډیورنډ کرښې» ته څیرمه د طالبانو او قاچاقبرو ترمنځ وسله واله نښته کې څلور کسان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.
د بهرامچې ولسوالۍ څخه یوې سرچینې وویل، چې دغه نښته وړمه شپه (جمعه، ۳۱ د زمري) یاده سیمه کې له پاکستان څخه افغانستان ته د راوښتونکو قاچاقبرو او طالبانو ترمنځ رامنځته شوې.
سرچينه زیاتوي، چې په دې نښته کې څلور قاچاقبر وژل شوي او دوه ټپیان شوي او ترڅنګ یې ۳ طالبان هم ټپیان دي.
د دغې سرچينې په وینا، چې نښته هغه مهال رامنځته شوې کله چې قاچاقبرو غوښتل له پاکستان څخه افغانستان ته تارياک را انتقال کړي.
سرچینې د نښتې د بشپړ جزیاتو او د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه ډیر څه په ډاګه نه کړل او نه هم ځایي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.
یو شمیر سرچینې بیا ادعا کوي، چې دغه سيمه کې وخت ناوخت په غيرې قانوني ډول له کرښې يوې غاړې بلې غاړې ته خلک تګ-راتګ کوي، خو دا لومړی ځل دی چې نښته رامنځته کېږي.