close

نورستان کې د ځمکې پر سر د نښتې له امله دوه تنه وژل شوي

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله دوه تنه وژل شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۲ د وږي) د کامدېش ولسوالۍ په «کمو» دره کې را منځته شوې ده.

خبرپاڼه کې د ښکېلو کورنیو، وژل شویو کسانو د هویت او د پېښې د لامل په تړاو بشپړ جزیات نه دي ورکړل شوي.

طالبانو دغه راز زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور یې دوه کسان نیولي او د نورو د نیولو هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په ګوټ‌ ګوټ کې د ځمکو پر سر شخړې زیاتې شوي چې ستر لاملونه یې بېکاري، اقتصادي ستونزې او پر وخت د خلکو قضیو ته د طالبانو نه رسېدل بلل کېږي.