close

کندهار کې «ناپېژانده وسله والو» یو کس په ډزو وژلی

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وايي، چې د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې «ناپیژانده وسله والو» یو کس په ډزو وژلی دی.

یوې سرچینې وویل، چې دغه کس تېره ورځ (یکشنبه، ۲ د وږي) د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند «شهید بازار» کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې وژل شوی کس حاجي نعمت‌الله نومیده، په «ملک» مشهور و او د روزګان اصلي اوسېدونکی و، چې له اوږدې مودې راهیسې یې په سپین بولدک کې د غواوو فارم درلود.

تر دې مهاله طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه د ملک د وژنې لامل په ګوته شوی.

دا پېښه داسې مهال شوې چې وړمه ورځ د هلمند باغران ولسوالۍ کې هم  ناپېژانده وسله والو یو کس په ډزو وژلی و، خو تر اوسه یې عاملین نه دي نیول شوي.