close

ننګرهار او لغمان کې وچکالۍ کروندګرې مېرمنې زیانمنې کړي

اطلاعات روز: د هیواد په ختیځ ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یو شمېر بزګرې مېرمنې وایي، چې پرله پسې وچکالۍ او ځېنو طبیعي افتونو ورته په زیاته اندازه زیانونه اړولي دي.

له یادو مېرمنو یوه هم ۴۰ کلنه بې‌سرپرسته بخت جماله ده، چې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکې ده. نوموړې وایي، چې د یوه مرستندویه بنسټ په مالي مرسته یې یوه شنه خونه جوړه کړې او په کې ترکاري، رومي، بانجان او بادرنګ کرلي او له دې ځایه ترلاسه شوي حاصلات د خپل زوی په مرسته بازار ته لېږي او د پلور له عوایدو خپل ژوند پرمخ وړي.

نوموړې زیاتوي، چې په دې وروستو کې سختې وچکالۍ او ځېنو افتونو یې حاصلات له منځه وړي او د تېرو کلونو په څېر ترې حاصل نه شي ترلاسه کولای.

بخت جمالې وویل: «یو مرستندویه بنسټ راته دا شنه خونه په څلور لکه افغانۍ جوړه کړې، خاوند مې لس کاله کېږي مړ شوی او د کورنۍ سرپرسته همدا زه یم له همدې شنې خونې د کورنۍ لګښتونه برابروم، خو سږ کال نه یوازې وچکالي ډېره ده؛ بلکې ځېنې افتونو هم فصلونه له منځ وړي او حاصلات یې د پخوا په څېر نشته دوه کاله مخکې مې له همدې شنې خونې د کال له ۶۰ تر ۹۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کاوه، خو دوه کاله کېږي چې دا عاید تر ۳۰ زره افغانیو راکم شوی دی.»

هغه وایي، دوامداره وچکالۍ د دې لامل شوې چې سیمه کې زیاتره کرنېزې ځمکې له کر کیلې پاتې او شته فصلونه له منځه یوسي او کروندګر زیانمن شي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د «بلندغر» سیمې یوه بله ښځینه کروندګره راحله، چې هره ورځ به یې له یوې نړۍ هیلو سره په ځمکو کې کار کاوه، اوس خالي لاس کور ته ستنېږي.

هغه وایي، هغه ځمکې چې پخوا یې د کورنۍ لپاره ترې د ژوند اړتیاوې برابرولې، اوس د وچکالۍ له امله له حاصل لوېدلي او دوی یې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

راحله زیاتوي: «سږکال نه یوازې وچکالي زیاته ده بلکې طبیعي افتونو لکه سېلابونو او ځېنو حشراتو زمونږ فصلونه وهلي او همدا لامل دی، چې ښځينه بزګرانې له مالي زیان سره مخ دي له ټولو سره باید همکاري وشي، خو له ښځينه بزګرانو ته باید له هر چا لومړیتوب ورکړل شي ځکه تر اوسه هیچا زمونږ غږ نه دی اورېدلی او نه یې زمونږ شته ستونزو ته رسېده ګي کړې ده.»

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د «چهارباغ» سیمې اوسېدونکې امینه بیا وایي، د وچکالي په دلیل یې ځمکو ښه حاصل نه ‌دی ورکړی او مجبوره شوې چې د وښو کمښت په دلیل خپل دوه څاروي وپلوري.

دا بزګره مېرمن د کرنې ریاست او اړوندو ادارو غواړي چې د کرنې وسایل، د اوبو رسونې امکانات او په هغو وختونو کې چې دسترخوانونه یې خالي وي، د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته ورسره وکړي.

امینه زیاتوي: «سږ کال دومره وچکالي ده چې نه یوازې فصلونه نه دي شوي، بلکې زیاتره خلکو خپل څاروي د وښو د نشتون له امله په نېمه بیه پلورلي، تر اوسه هیڅ مرسته نه ده شوې له ښځینه کروندګرو سره هغه ښځې چې په کروندو کې کار کوي؛ زیاتره یې د کورنیو سرپرستانې دي او له همدې ځمکو بل څه نه لري غوښتنه مو دا ده چې باید له مونږ سره مرستې وشي او لاسنیوی مو وشي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند اجمل سبحاني هم مني، چې سږنۍ وچکالۍ د دې ولایت پر کرنیز سکټور ژوې اغېزې لرلې دي.

د هغه په خبره د وچکالۍ د مخنیوي لپاره پر بدیلو لارو کار کوي او دغه راز یې د یوې شمېر نړیوالو موسېسو په مرسته دغه ولایت کې پر لسګونه ښځینه کروندګرو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او دغه راز د ځینو حاصلاتو د راټولو او بسته بندۍ وسایل ویشلي دي.

هغه د کرنې برخه کې د ښځو رول مهم وباله او ویې ویل چې بزګرې ښځې نه یوازې د خپلو کورنیو په اقتصاد کې مرسته کوي، بلکې د هېواد په اقتصاد کې هم اغېزناکې تمامېږي.

بلخوا د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم په افغانستان کې وچکالۍ له جدي اندېښنو څخه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د روانې وچکالۍ په دلیل د کروندګرو محصولات له منځه تللي او اړوند بنسټونه دې وچکالۍ سره د مبارزې لپاره اقدام وکړي.

د دغه سازمان د موندنو پر اساس، هغه مېرمنې چې د خپلو کورنیو سرپرستي ور له غاړې ده او هغه کروندګر چې د کرنې او مالدارۍ له درکه خپلو کورنیو ته نفقه برابروي، تر نورو ډېر تر اغېز لاندې دي.