اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال دوه کسان وژل شوي دي.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې ولسي خلکو نن سهار (دوشنبه، ۳ د وږي) د ننګرهار هسکې مېنې «ده بالا» ولسوالۍ کې په یوه غرېزه سیمه کې د یو وژل شوي کس جسد موندلی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د وژل شوي کس په بدن ځېنې نښې او علامې هم لیدل شوي، چې لومړی سخت شکنجه شوی او بیا د زندۍ او چړو په وسیله وژل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې وژل شوی کس نږدې ۴۵ کلن دی او په اصل د هسکې مېنې ولسوالۍ د «اوغز» سیمې اوسېدونکی دی.
بلخوا د ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې یاد کس د چهارمغز له ونې رالوېدلی او د ژورو ټپونو له امله یې ژوند بایللی دی.
په همدې حال کې یوه بله سرچینه وایي، چې تېره شپه د پچیراګام ولسوالۍ په «پچیر تنګي» سیمه کې ناپېژانده وسله والو یو کس په ډزو وژلی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د وژل شوي کس هویت څرګند نه دی، خو ځایي خلکو یې جسد په همدې ولسوالۍ کې طالب مسوولینو ته سپارلی دی.
له دې نږدې یوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې وسله والو غلو د یوې کورنۍ شپږ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو وژلي وو.
په دې وروستیو کې د هیواد له نورو سیمو سربېره د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې هدفي وژنې او جنایي پېښې زیاتې شوي، چې عام خلک یې اندېښمن کړي، خو طالبان یې لامل شخصي دښمنۍ بولي.