اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې یو زوم د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د کورني تاوتریخوالي پر سر خپله خواښې او خسر وژلي دي.
سرچینه وایي، دا پېښه پرون ماښام (دوشنبه، ۳ د وږي) د دواب ولسوالۍ په «شرودمي» کلي کې را منځته شوې.
سرچینه زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د یو زوم او د هغه د خسرګنۍ ترمنځ د مېرمنې پر سر مخالفت رامنځته شوی چې زوم د مخالفت له امله خپله خواښې او خپل خسر وژلي دي.
سرچینه دغه راز زیاتوي، چې وژل شوي کسان د دغې سیمې د یوه دیني عالم مولوي سعد مور او پلار دي.
سرچینې د پېښې د اصلي انګېزې او څرنګوالي په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
تر اوسه نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولینو د یادې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله دوه کسان وژل شوي وو.