اطلاعات روز: د طالبانو د امربالمعروف وزارت سرپرست خالد حنفي د غربي نورستان دواب ولسوالۍ ته په خپل سفر کې دغلته خپلو محتسبینو ته سپارښتنه کړې، چې د خپلو چارو پرمخ بیولو پر مهال د نړیوالو او عامو افغانانو سپکاوي او ښکنځلو ته پام ونه کړي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ (یکشنبه، ۲ د وږي) د دواب ولسوالۍ په «اشوک» دره کې د ولسي خلکو له لوري د یوه جوړ شوي جومات د پرانیستې پر مهال کړي دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزیر خپلو محتسبینو ته ویلي، چې د خپلو دندو د پرمخ بېولو پر مهال د خلکو فرمایشونو او غوښتنو ته غاړه کېنږدي او په ازادنه ډول خپلې چارې پر مخ بوځي.
نوموړي د خپل وزارت محتسبینو ته سپارښتنه کړې چې له خلکو سره دې له نرمښت کار واخلي او د سختۍ پرځای دې ورسره د اسلامي اصولو مطابق چلن وکړي.
ورته مهال عام خلک د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو چلن له انساني او اسلامي اصولو سره په ټکر کې یادوي او زیاتوي چې طالبان د خپلو دندو پر مهال د خلکو پر وړاندې له سپکاوي، کرکې او بشر ضد چلن، حرکتونه او د خلکو پر خصوصي چارو کې مداخله کوي.
غوښتنې دا دي چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت دې لومړی خپلو محتسبینو ته د اخلاقو او اسلامي اصولو روزنه ورکړي او له هغه وروسته دې د ټولنې د سمون په موخه پر دندو شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې د افغانستان د پخواني حکومت د ښځو چارو وزارت لغوه او پرځای یې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت را منځته کړ چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې له ښځو او نارینهوو سره د ناسم چلن او زور زیاتي لسګونه شکایتونه کېږي.
د دغه وزارت پر تګلارې نړۍوالې ټولنې هم په ځلونو نیوکې کړي؛ خو د دې وزارت طالب مسوولینو پر خپلې کړنلارې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې د چا فشار او فرمایش ته تن نه ږدي.
خو، په وروستیو کې د طالبانو خلاف یوې جبهې اعلان کړی و چې تر دې وروسته یې د دې ډلې د امربالمعروف وزارت محتسبین خپل هدف ګرځوي او اجازه نه ورکوي چې د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله وکړي.