close

د طالبانو پنځه کلنه تګلاره؛ مجاهد: د نجونو زده کړې یوه کوچنۍ موضوع ده

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې ډلې د حکومت پنځه کلنه تګلاره اعلان کړه. نوموړي په یوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نجونو زده‌کړې د طالبانو په تګلاره کې ځای لري، وویل چې دا «یوه جزئي موضوع» ده او جلا بحث ته اړتیا لري.

د طالبانو ویاند د خپلو خبرو په دوام کې د جزییات له وړاندې کولو پرته وویل، چې د دې ډلې په تګلاره کې تعلیم، روغتیا او نور برخې په پام کې نیول شوي دي. هغه د دې خبري ناستې په پای کې د نجونو د زده کړو په اړه یوې بلې پوښتنې ته هم ځواب ورنه کړ.

طالبانو پر افغانستان د واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له زده‌کړو او تحصیل څخه محرومې کړي دي. دې ډلې په خپل وروستي محدودیت کې د طبي انسټیټیونو دروازې هم د نجونو پرمخ تړلي، په داسې حال کې چې د افغانستان روغتیایي سکتور د پرسونل له کمښت سره مخ دی.

خو، د طالبانو ویاند نن (سې شنبه، ۴ د وږي) په کابل کې په خپله خبري ناسته کې یاده تګلاره جامع، واحد او اوږدمهاله سند وباله او ویې ویل چې دا سند د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو موخو د ترلاسه کولو په پار چمتو شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دا تګلاره به د طالبانو د حکومت د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د ټولو وزارتونو او څانګو سرچینې او فعالیتونه سره یوځای او همغږي کړي.

د طالبانو ویاند په وینا، چې د ډلې په تګلاره کې چې درې رکنونه شامل دي: «ښه حکومتولي او نړیوالې اړیکې، امنیت او عامه نظم او اقتصاد او ټولنیزه پراختیا.»

په اوس وخت کې افغانستان له جدي بشري کړکېچ سره مخ دی او د هېواد نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. په همدې حال کې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل هم د وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی.