close

د کابل-کندهار پر لویه لار یوې ترافیکي پیښې د ۲۵ کسانو ژوند واخیست

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې د کابل ارغندي سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له کبله ۲۵ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه نن سهار (چهارشنبه، ۵ د وږي) د کابل-کندهار پر لویه لار د پغمان په ارغندې سیمه کې رامنځته شوې.

قانع ویلي، چې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس په ارغندې چوک کې له عمومي سړک څخه وتلی او چپه شوی دی.

د سرچینو په وینا، دغه بس له هرات څخه کابل ته روان و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بللې. هغه په بس کې د مسافرو په اړه بشپړ جزیات نه دي په ډاګه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اونۍ وړاندې په هرات کې د ایران څخه راستنېدونکو کډوالو د بس د ټکر له امله شاوخوا ۸۰ تنه مړه شول.

په هیواد کې د ترافیکي پیښو نور مهم عوامل ډیر سرعت او غیر معیاري سړکونه بلل کېږي.

هیواد کې ډیری پیښې د کوچني ګړندي موټرو د ټکر یا چپه کېدو له امله رامنځته کېږي؛ خو د مسافر وړونکو بسونو پېښې بیا درانه تلفات له ځان سره لري.