close

د ختیځ په درېیو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په ګډون د ختیځ په کونړ او لغمان ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي امین الله شریف نن (پنجشنبه، ۶ د وږي) وویل، چې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د راتلوونکې اوونۍ شنبې ورځ په متفاوت ډول پیلېږي.

د هغه په خبره د دې کمپاین پر مهال به د ننګرهار په سرخرود، بهسود، خوګیاڼو، بټي‌کوټ او د جلال‌اباد ښار په کچه، د هر ماشوم لپاره دوه ډوله واکسین تطبیق شي چې هر ماشوم ته به د څاڅکو په بڼه او هم د ستنې په وسیله واکسین تطبیق شي.

د نوموړي په وینا د پولیو ضد واکسین پېلېدونکي پړاو کې به له ۵ کلونو کم عمره زرګونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي، خو هغه د یادو ماشومانو د کره شمېر په اړه معلومات ورنه کړل.

افغانستان او پاکستان نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ په بشپړه توګه له‌منځه نه‌ده تللې.