اطلاعات روز: ننګرهار کې باوري سرچینې وایي، چې د تورخم دروازه یو ځل بیا د طالب او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې له امله تړل شوې، چې له کبله یې دواړو لوریو ته ګڼ شمېر مسافر او سلګونه بار وړنکي موټر ایسار دي.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د تورخم بندر تېره شپه (جمعه، ۷ د وږي) د طالب او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله تړل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې په تورخم بندر کې طالب او پاکستاني لوري لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې پر یو بل ډزې کړي، چې پر مهال یې یو پاکستانی پولیس ټپي شوی دی.
د سرچینې په وینا، یاده لاره لا تر اوسه د تګ راتګ پرمخ تړل شوې او په سیمه کې د احتمالي جګړې وېره شته، ځکه په تورخم ښارګوټي کې د جګړې د بیا پيل له ډاره زیاتره هټۍ تړل شوي او دغه راز د کډوالو راستنېدنه درېدلې او هم د دواړو لوریو ته پر هر ډول تګ راتګ بندېز لګېدلی دی.
بلخوا په تورخم کې پاکستان ته تلوونکو مسافرو هم تایید کړې چې د تورخم دروازه له نن سهار راهیسې تړل شوې چې له امله یې دواړو لوریو ته په سلګونه مسافر او ناروغان ایسار دي.
له دې وړاندې هم د تورخم دروازه په وار وار تړل شوې چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو او ځینې وخت د هوکړو له مخې، بېرته پرانېستل شوې ده.
تورخم لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه له مهمو لارو ګڼل کېږي، چې ډېر کله د طالب او پاکستاني لوري ترمنځ د سیاسي ناندریو او د امنیتي پوستو جوړولو پر سر د نښتو له امله تړل کېږي.