close

له افغانستانه د امریکا د وتلو کلیزه؛ مک‌کال: دې ناوړه وتلو زموږ په تاریخ کې د ننګ تور داغ پرېښود

اطلاعات روز: له افغانستان څخه د وروستي امریکایي سرتیري د وتلو د څلورمې کلیزې په مناسبت، د امریکا د کانګرس غړي مایکل مک کال دغه «ناوړه وتل د امریکا د ملت په تاریخ کې یو تور داغ» بللی دی.

څلور کاله وړاندې، د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۹مه سهار وختي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۳۰مې سره سمون خوري، د امریکایي سرتیرو وروستۍ ډله د کابل له هوايي ډګر څخه ووتله، چې ورسره افغانستان کې د امریکا پوځي شتون پای ته ورسیده، دوی په داسې حال کې ووتل، چې له هغې ورځې دوه اونۍ وړاندې طالبانو کابل نیولی و.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، وروسته له هغه چې طالبان کابل ته ننوتل، امریکایي او نور بهرني سرتیري په هوايي ډګر کې د امریکایي اتباعو او د هغوی د متحدینو د تخلیې عملیات ترسره کول. د دې عملیاتو په جریان کې، یو مرګونی ځانمرګی برید وشو، چې په پایله کې یې لسګونه افغان اتباع چې د وتلو هڅه یې کوله او ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل شول.

مایکل مک‌کال پرون شپه ایکس کې په خپله پاڼه په یوه بیان کې ویلي، چې د ولسمشر بایډن د «هغو ژمنو سره سره چې هیڅ څوک به شاته پرېنږدي د هغه حکومت لږ تر لږه زر امریکایان او زرګونه افغان متحدین یوازې پرېښودل، څو د طالبانو له غچ اخیستنې سره ـ چې اوس د امریکا له پاتې ۷ میلیارده ډالرو پوځي وسایلو سمبال یو ترهګریز ډله ده ـ مخامخ شي».

هغه زیاته کړې چې د بایډن ادارې هغه مهال پر امنیتي چمتووالی سترګې پټې کړې او ونه توانیده چې د هرې احتمالي پیښې لپاره پلان جوړونه وکړي.

د امریکا د کانګرس د دې غړي په وینا، چې د دې هېواد د وتلو د څرنګوالي له امله د امریکا متحدین د غچ اخیستونکو وژنو له ګواښ سره مخ شول، په سیمه کې تروریزم ته لاره هواره شوه او د امریکا ضعف ټولې نړۍ ته ور وپېژندل شو؛ هغه ضعف چې د ده په وینا د امریکا د دښمنانو لکه پوتین د زړورتیا سبب شو.

هغه زیاته کړې: «دې ناوړه وتلو زموږ د ملت په تاریخ کې یو خونړی داغ پریښود – خو موږ ترې سترګې نشو پټولی.»

د بایډن اداره له افغانستان څخه د وتلو د بهیر له امله تر فشار لاندې وه.

د ټرمپ ادارې، چې د امریکا اوسنی ولسمشر دی، په مکرر ډول له افغانستان څخه وتل «د خپل هیواد په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شیبه» بللې، په داسې حال کې چې د هغه پخوانۍ ادارې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی و، چې اصلي ماده یې له افغانستان څخه د امریکا وتل و.

جو بایډن د خپلې حکومتولۍ پر مهال ویل، چې د افغانستان د وتلو تړون یې له ټرمپ څخه په میراث وړی او اړ و چې هغه عملي کړي.