close

کونړ کې یو ځوان د پیسو پر سر د شخړې له امله د چړو په ګوزارونو وژل شوی

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې یو ځوان د پیسو پر سر د شخړې له امله د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.

یوې سرچینې وویل، چې دا ځوان هلال نومېده او تېره ورځ (شنبه، ۸ د وږي) مازدیګر ناوخته د نرنګ ولسوالۍ اړوند «برنرنګ» سیمه کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، د هلال نومي ځوان او یو بل کس د پیسو پرسر لفظي شخړه پر فزیکي شخړې بدله شوې او مقابل لوري پرې د چړو ګوزارونه کړي او وروسته یې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې د یادې پېښې په تړاو نور څه ونه ویل او نه هم کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولانو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې اقتصادي ستونزې، وزګارتیا او غربت تر بل هر وخت زیات شوی چې له امله یې خلک تاوتریخوالي او ان ځان وژنې ته اړ ایستلي دي.