close

په کونړ کې د ښځینه روغتیاپالو کمښت؛ ژوبلې حاملې میرمنې د خدماتو د نشتون له امه مړې شوې

اطلاعات روز: د کونړ له دولتي ولایتي روغتون څخه سرچینو اطلاعات روز ته ویلي دې روغتون ته د کونړ له بېلابېلو ولسوالیو شپږ امیندواره او په زلزله کې ژوبلې شوې میرمنې ور وړل شوې وې، خو د ښځینه روغتیاپالانو د کمښت او روغتیایي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله مړې شوې دي.

سرچینې ویلي چې دا مېرمنې نن (دوشنبه،۱۰ د وږي) مازیګر شاوخوا څلور بجې مړې شوې او د هرې میرمنې په نس اولاد هم ورسره مړ شوی او په دې توګه دوولس تنه د ښځینه روغتیاپالو د نشتون او روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله تلف شوي.

تر اوسه په کونړ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست په دې اړه څه نه دې ویلي.

همدا راز، د ننګرهار له حوزوي روغتون څخه هم ځینو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د کونړ او لغمان په روغتیایي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له امله ځیني ټپي میرمنې دې روغتون ته لېږدول شوې دي، خو ځینو یې د انتقال پر مهال پر لارې ساه ورکړې.

سرچینې زیاته کړې چې په حوزوي روغتون کې هم کافي ښځینه ډاکټرانې نشته، له همدې امله د طالبانو د عامې روغتیا رییس له شخصي روغتونونو هم ښځینه ډاکټرانې دې روغتون ته راغوښتې دي.

بل پلو د ښځینه ډاکټرانو له منځه ځینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې دوی غوښتل له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د پېښې ساحې ته ولاړې شي، خو په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ورته اجازه نه ده ورکړې.

همدا راز، د کونړ له ولایتي دولتي روغتون څخه سرچینو د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له تاییدولو سره-سره منلې چې د ننګرهار او لغمان له ځینو خصوصي روغتونو ښځینه روغتیاپالانې ور رسیدلې دي، مګر د ناروغو او ټپیانو شمېر ته په کتلو سره کفایت نه کوي.

همدا راز، له سیمې راپورونه وایي چې ځینو میرمنو د زلزلې د پر له پسې ټکانونو له امله تر وخت وړاندې زېږون کړی دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو دوه کاله وړاندې هم په هرات ولایت کې تر زلزلې وروسته د ښځینه مرستندویانو او روغتیاپالانو د مرستې او تګ مخنیوی کړی و.

تېره شپه د هیواد په ختیځ کې د زلزلې له امله په کونړ کې ۸۰۰ تنه او په ننګرهار کې ‍۱۲ تنه مړه شوي دي.

همدا راز په کونړ کې دوه زره او ۵۰۰، په ننګرهار کې ۲۵۵ تنه، په لغمان کې ۵۸ او په نورستان کې څلور تنه ژوبل دي.

طالبانو تر اوسه نه دې ویلي چې د زلزلې له امله په مړو او ټپیانو کې څومره ښځې او ماشومان دي، مګر په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې په قربانیانو کې ګڼ شمېر ښځې دي.