close

طالبانو په نورستان کې د نږدې دوه مېلیونه افغانیو په ارزښت د زمرد ډبرې پلورلي

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې یې د یو مېلیون او ۷۳۰ زره افغانیو په ارزښت ۲۲ کېلو ګرامه د زمرد ډبرې پلورلي دي.

د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره د طالبانو رييس سید رحیم عمیر وايي، دا ډبرې تېره ورځ (دوشنبه، ۱۰ د وږي) د یاد ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوې دي.

سید رحیم عمیر زیاتوي، د دغو ګران بیه ډبرو له درکه ۱۷۳ زره افغانۍ عواید د طالبانو حکومت ته هم جمع شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې د داوطلبۍ په دغو مراسمو کې ۱۶ کورنیو سوداګرو ګډون کړی وو.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څلورو ورځو کې طالبانو په نورستان کې د نږدې دوه سوه مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج ډبرې او زمرد پلورلي او دا بهیر ورځ بلې ته د چټکیا په حال کې دی.