اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې راکټ مرمۍ د چاودنې له امله ۳ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۱۰ د وږي) ماسپښین مهال د خوګیاڼو ولسوالۍ په «مملې» کلي کې رامنځته شوې، چې پر مهال یې یو ماشوم ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومانو د راکټ مرمۍ پر ناچاودې سرګلولې لوبې کولې.
د ده په وینا، چې ټپيان پر وخت د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي او ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
له دې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و، افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر ناچاودېدونکي توکي لري.
د اوچا په وینا، افغانستان کې د کلونو جګړو له امله پاتې ناچاودو ماینونو او سرګلولو د ګڼشمېر هېوادوالو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخیستی او یا یې معلول کړي دي.