close

د هیواد په ختیځ کې زلزله؛ ملګري ملتونه: ناورین د چارواکو او محلي ټولنو تر ظرفیت ډېر لوی دی

اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې پاتې شویو یوه شپه په پرانیستې فضا کې تېره کړه.

دې دفتر نن (سې‌شنبه، ۱۱ د وږي) پر ایکس ليکلي: «د فاجعې ابعاد د مرستې رسونې لپاره د چارواکو او ځایي ټولنو تر ظرفیت ډېر لوړ دي.»

د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دې چې «د افغانانو ملاتړ ته اړتیا ده».

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) هم ویلي چې زلزله ځپلو ته د مرستې رسونې لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده.

د یکشنبې په ورځ د افغانستان ختیځ زلزلې ولړزاوه.

دې پېښې یوازې په کونړ کې تر یو زر او ۴۰۰ زیات کسان ووژل.

تر ټولو زیات زیانونه د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې اوښتي او ویل کېږي چې هلته څو کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د ژغورنې عملیات او مرستې رسونې د خرابو لارو له امله له ننګونو سره مخ دي. طالبانو هم پرون اعلان کړی و چې ځینو سیمو ته یوازې د الوتکو له لارې لاسرسی کېدلای شي.