د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کریکیټ د ملي لوبډلو تر منځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې افغان لوبډلې وکولای شول چې پاکستانۍ لوبډلې ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړي.
دا لوبه چې نن (دوشنبه، ۱۱ د وږي) په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، افغان لوبډلې پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره مقابلې لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ.
د یادونې وړ ده چې دا په دې لوبلړۍ کې د پاکستان په وړاندې د افغانستان لومړی بری دی او تر دې وړاندې د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان افغان لوبډلې ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړې وه.
د افغانستان له لوري یو ځل بیا صدیق الله اتل او ابراهیم غوره منډه جوړوونکي وو. صدیق الله اتل ۶۴ او ابراهیم ځدراڼ ۶۵ منډې وکړې.
پاکستانۍ لوبډلې د هدف په تعقیب کې خپل نهه لوبغاړي وبایلل او ویې کولای شول چې ټولې ۱۵۱ منډې وکړي.
د افغانستان له لوري فضل الحق فاروقي، راشد خان، محمد نبي او نور احمد د پاکستانۍ لوبډلې دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.
افغانستان همدا راز وکولای شول چې پرون په دې لوبلړۍ کې د متحده عربي اماراتو لوبډله هم ماته کړي.
افغانستان او متحده عربي امارات به د جمعې په ورځ یو ځل بیا مخامخ کېږي.