اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلو ته د بیړنۍ او اغیزمنې رسیدګۍ لپاره د ډیرو بشري سرچینو د ځانګړي کولو غوښتنه کړې ده.
هغه په یوه بیان کې ویلي، چې ملګري ملتونه به افغانستان کې د خلکو سره د مرستې لپاره هیڅ هڅه ونه سپموي، خو په وینا یې چې د بشري مرستو تمویل لپاره شته سرچینې د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه دي.
د ګوتریش بیانیه نن (چهارشنبه، ۱۲ د وږي) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له لوري خپره شوې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې هغه په ننګرهار کې د زلزلې له امله د رامنځته شوي درانه انساني تلفاتو له کبله په ژوره توګه خواشینی دی.
هغه زیاته کړې، چې ملګري ملتونه او په افغانستان کې د هغې شریکان، د چارواکو سره په همغږۍ کې، اړتیاوې ارزوي، بیړنۍ مرستې چمتو کوي او د لا زیاتو ملاتړ د راټولولو لپاره د چمتووالي په حال کې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) بیا وايي، چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ۱۰ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.
اوچا پرون په یو راپور کې ویلي، چې پنځه میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو د «بیړنیو مرستو مرکزي صندوق» څخه د مرستو د پیل لپاره ځانګړي شوي او پنځه میلیونه نور ډالر د افغانستان د «بشردوستانه صندوق» څخه د زلزلهځپلو د ستونزو د هوارولو لپاره ځانګړي شوي دي.
دې بنسټ زیاته کړې، چې یو شمېر هېوادونو خپلې مرستې اعلان کړي او له نورو مرستهکوونکو سره د لا زیاتو سرچینو د جلب لپاره تماسونه روان دي.
د دې ادارې په وینا، چې بیړنۍ سرپناوې، غیر خوراکي توکي، اړین طبي توکي، د څښاک اوبه، د خوړو بیړنۍ مرستې او بیړنۍ روغتیایی اسانتیاوې لا هم د لومړیتوبونو په ډله کې دي.
اوچا په خپل راپور کې د زلزلې له امله د تلفاتو او زیانونو په اړه د طالبانو ارقامو ته اشاره کړې، او ویلي یې دي چې د ارزونې ټیمونه د دې شمیرو د تایید لپاره کار کوي.
د تېرې یکشنبې په شپه د ۶.۰ درجې زلزلې د افغانستان ختیځ ولړزاوه.
طالبانو پرون ورځ اعلان وکړ، چې په کونړ کې د زلزلې له امله یو زرو ۴۱۱ کسان مړه شوي او درې زره او ۱۲۴ نور ټپیان دي.
دې ډلې ویلي، چې په دې ولایت کې پنځه زره او ۴۱۲ کورونه هم ویجاړ شوي دي.